اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اسرائیلي رژیم په غزه کې اوه بهرني مرستندویه کارکوونکي وژلي دي

دید خبری اژانس: د امریکا د مرستندویه موسسې اوه تنه کارکونکی پرون په غزې تړانګې د اسرائیلو د رژیم په حملې کښې ووژل شول.

د « نړیوال مرکزي پخلنځي » موسسې اعلان کړی چې وژل شوي مرستندویه کارکوونکي فلسطینیان، اسټرالیایي، پولنډي، برتانوي او یو امریکايي- کاناډايي تبعه وو.

دغه امریکايي مرستندویه سازمان په یوه بیان کې پر اسرائیلي رژیم غږ کړی چې په غزه کې دې «بې توپیره وژنې» بندې کړي.

دغه مرستندويه اداره وايي، له اسرائيلي رژيم سره په همغږۍ د مرستو پر کاروان د ۱۰۰ ټنه بشري خوراکي توکو له لېږدولو وروسته هوايي بريد وشو.

د « نړیوال مرکزي پخلنځي » د مرستندویه موسسې مشر ارین ګور دغه برید پر هغو بشري سازمانونو برید بللی چې په خورا بدو شرایطو کې کار کوي.

هغه وویل، «اسرایل خواړه د جګړې د وسلې په توګه کاروي».

د اسرائیلو پوځ دغه پېښه «غمجنه» بللې او ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه پوره څېړنه کوي.

له بلې خوا، حماس په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د دې برید موخه د نړیوالو ادارو د کارکوونکو په منځ کې د «ترهګرۍ» رامنځته کول او د بشري مرستو رسولو مخه نیول دي.

استرالیا هم تایید کړې، چې په دغه برید کې د دغه هېواد یو تبعه وژل شوی دی.

د نړیوال مرکزي پخلنځي خیریه په ټوله غزه کې پخلنځی لري او تیره میاشت یې اعلان وکړ چې په ۱۷۵ ورځو کې یې له ۴۲ ملیون څخه ډیر خواړه چمتو کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا