اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نژدی ته چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ايمرجنسي روغتون چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ (۷حمل) د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه له چاودنې څخه دغه روغتون ته دوه جسدونه او لس ټپيان لېږدول شوي دي.

دا چاودنه څو شېبې وړاندې د داوودزي د سوداګریز مرکز د دروازې مخې ته شوې ده. دا مرکز د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه موقعیت لري.

د ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د دغه روغتون د جراحۍ څانګې ته د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ کسان لېږدول شوي او دوه کسان د درملنې پر مهال مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې په دې چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تېر کال په ژمي کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

داعش د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا