افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

کندهار: عينو مېنه کي دنوري پايبر ډيجټلي خدمات پيل سول


دمخابراتو او ټکنالوژۍ وزير انجنير سيد احمد شاه سادات چي دوشنبه کندهار ته په سفر راغلی د دغي پروژې پرانيستنه وکړل هغه وويل چي پر ياده پروژه پنځه ميليونه ډالره لګښت راغلی چي دعينو مېني ټوله ساحه يي تر پوښښ لاندي راوستلې ده.
سادات ژمنه وکړل چي راتلونکو پنځو کلنو کي به دنوري پايبر په مرسته دکندهار ټولو سيمو ته دډيجيټل ټليفونونو او انټر نيت خدمات ورسوي.
دمخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزير انجنير سيد احمد شاه سادات ته دولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب هوايي ډګر کي ښه راغلاست ووايه او کندهار ته يي دنوموړي سفر يو ښه فرصت وباله.
ښاغلي سادات دمرستيال والي عبدالحنان منيب په ملتيا په جوړه سوې غونډه کي ګډون وکړ او هلته يي دمسئولينو او ملي سوداګرو ستونزي واوريدلې.
غونډه کي دولايتي شورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال او افکو کمپنۍ دمشر محمود کرزي ترڅنګ ګڼو سوداګرو هم ګډون کړي ؤ.
مراسيمو کي دولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب خپله وينا کي دنوري پايبر دخدماتو په پرانيستلو خو ښي وښوده او دکندهار ټولو سيمو ته دهغه پر غځولو يي ټينګار وکړ.
دغه راز غونډه کي دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال هم خبرو کي په لري پرتو سيمو کي دټليفوني شبکو پر ناسم فعاليت انديښنه وښوده او دوزارت څخه يي غوښتنه وکړل ترڅو دټليفوني خدماتو په برخه کي دکندهار دخلګو ستونزي حل کړي.
دغه راز داجرائيه رياست سلاکار مسعود اخنذاده او ملي سوداګرو هم خبري وکړې او دټليفوني شبکو دکيفيت دښه والي دنرخونو دکنټرول او ولسواليو کي دهغوۍ پر فعاليت يي ټينګار وکړ دوی دټليفوني شبکو اوسنی فعاليت بې کيفيته او دستونزو ډک وباله.
وينا والو د سرپرست وزير څخه وغوښتل چي دټکنالوژۍ په برخه کي دکندهار مسلکي ځوانانو ته دکار زمېنه برابره کړي.
دغه راز دمخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزير انجنير سيد احمدشاه سادات هم دکندهار دمسئولينو انديښې پر ځای وبللې او دستونزو دحل ډاډ يې وښود هغه وويل دوی هڅه کوي تر څو دافغانستان انټر نيتي خدمات دپاکستان دانحصار څخه خلاص او دچين هيواد له لاري دنوري نړۍ سره وصل کړي تر څو دانټرنيټ ترڅنګ دسټلايت په مرسته ټليفوني شبکو کي هم مثبت تغير رامنځته او بيو کي دپام وړ کمښت را سي.
ښاغلي سادات وويل عينو مېنه  کي دنوري پايبر خدمات يي دډيجيتل سيسټم پيل دی او راتلونکو پنځو کلنو کي به دکندهار ټولو سيموته دنوري پايبر مزي اوږده او خلګ دانټر نيټ او ډيجيټل ټليفوني خدماتو څخه برخمن کړي.
ديادوني وړ ده چي دمخابراتو سرپرست وزير انجنير سيد احمد شاه سادات دولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب او دولايتي شورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په ملتيا عينو مېنه کي دافغان تلي کام نوي څانګه هم دپټۍ په پريکولو سره پرانيستل او هلته نصب سوې مخابراتي دستګاه څخه يې دنږدې ليدنه وکړ.
خبریال: نثار احمد احمدي- کندهار ملي راډیو

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا