اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

افغان ولس‌مشر محمد اشرف غنی د سولی په ارتباط د پیغام متن

موږ غواړو چې د سولې فرصت چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده، رامنځته کړو. دا هغه ارمان دی چې زموږ خلک ورته بې صبرانه منتظر دي، موږ نیت او کلکه اراده لرو چې د سولې بندې دروازې به خلاصوو. د سولې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی.

بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو وطنوالو، محترمو خویندو او وروڼو!
موږ غواړو چې د سولې فرصت چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده، رامنځته کړو. دا هغه ارمان دی چې زموږ خلک ورته بې صبرانه منتظر دي، موږ نیت او کلکه اراده لرو چې د سولې بندې دروازې به خلاصوو. د سولې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی.
موږ سوله ژر غواړو، په سرعت یې غواړو خو په تدبیر یې غواړو. تدبیرځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي. هغه اشتباه چې د شهید داوود خان په وخت کې وشوه دا وه چې د سیمې له سیاست څخه حکومت خبر نه و او د همدې بې خبرۍ په نتیجه کې د ثور د اوومې فاجعه رامنځته شوه، دا اشتباه باید بیا تکرار نشي.
روانه جګړه کې افغانان هم په هوايي بریدونو کې وژل کېږي او هم په ځمکني جنګونو کې، هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې د سنګین په څېر دردونکې پېښې بیا بیا تکرار شي.
هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې ځوانان یې د جنګ خوراک شي او یا پردیو هېوادونو کې سرګردانه او بي سرنوشته پراته وي.

هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې د هېواد له نوم سره یې جنګ، فقر او بدبختي یاده شي او هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې بهرني ځواکونه یې د اوږد مهال لپاره په هېواد کې مېشت وي.
موږ کلکه اراده لرو چې د سولې په ټینګېدو سره به د تاریخ دا تور فصل چې څلوېښت کلن جنګ دی بدلوو او د پخلاینې، ابادۍ، ترقۍ او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نوی فصل به پرانیزو.
خویندو او وروڼو!
موږ د ځینو هېوادونو د انزوا او د ځینو هېوادونو د مرستو جلبولو طرحه د تېر کال په حمل کې د امریکا دولت ته وړاندې کړه. د دغې طرحې مثبت نتایج موږ نن هره ورځ ګورو.
د تروریزم د حامیانو له منزوي کېدو څخه تر اوربنده او بیا ملت ته د سولې د پلان د وړاندې کولو پورې دا ټول هغه ابتکارات او اقدامات دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا ترسره شوي دي، چې د افغانستان د څلوېښت کلن بحران د ختمولو په لار کې سابقه نه‌لري.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور د يوې دوه اړخېزې او نړیوالې پرېکړې په اساس دی.
هيڅ افغان نه غواړي چې د دوی په خاوره کې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، خو اوسنی حضور د یو ضرورت په اساس دی او په دې ضرورت همېشه غور شوی او کېږي چې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید څومره وي او موږ هڅه کوو چې دغه شمېر د یو منظم پلان په اساس صفر ته راټیټ شي.
د پایدارې سولې د رامنځته کولو لپاره موږ واضح پلان او تګلاره لرو.
غواړم په وضاحت سره ووایم چې که د طالبانو له خوا روانه جګړه نه وای د میلیونونو افغانانو ژوند به هوسا وای او موږ به خپلې ملي انکشافي پروژې تطبیق کړې وای، نو طالبان دوه انتخابه لري، یا به د افغانستان عظیم ملت سره په یو غږ یو ځای کېږي او یا به د پردیو د اهدافو د تطبیق وسیله ګرځي. د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او د جنګ دوام د قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده.
زه په طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي او د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووايي او دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.
یشه سن افغانستان
زنده باد افغانستان
ژوندی دې وي افغانستان

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا