افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

امریکا په افغانستان کې د محرم په میاشت کې ترهګریز بریدونه غندلي دي

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د امریکا سفارت د محرم او عاشورا په ورځو کې ترهګریز بریدونه په کلکه غندلي او وايي چې د افغانستان خلک باید په سوله کې عبادت وکړي.

امریکا په افغانستان کې د محرم په میاشت کې ترهګریز بریدونه غندلي دي

په افغانستان کې د امریکا سفارت په دې وروستیو کې د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې د عاشورا پر مهال بریدونه په کلکه غندلي دي.
د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي: موږ هغه بریدونه په کلکه غندو چې د عاشورا پر مهال د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستي وو او په کابل کې یې هزاره او شیعه اکثریتي سیمې په نښه کړې وې.
سفارت زیاته کړې چې پر عبادت کوونکو برید یو وحشیانه عمل دی او د افغانستان خلک باید په سوله کې عبادت وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د محرم په ورځو کې څو بریدونو لسګونه ملکي وګړي وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د داعش ترهګرې ډلې د دغو بریدونو مسولیت په غاړه واخیست.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا