اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍکلتور او ادب

مرتضی بهبودي د طا-لبانو له بنده خوشې شو

دید خبري اژانس: د بې سرحده خبریالانو سازمان اعلان کړی، چې افغان-فرانسوي خبریال د تورونو له لرې کېدو وروسته خوشې شوی او خپلې کورنۍ ته ستنېږي او ۲۸۴ ورځې یې په بند کې تېرې کړې دي.

د بې سرحده خبريالانو ادارې (RSF) پرون اعلان وکړ چې افغان-فرانسوي خبريال مرتضی بهبودي چې له جنورۍ مياشتې راهيسې په افغانستان کې بندي و، د تورونو له لرې کېدو وروسته خوشې شو.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د طا-لبانو قضايي ادارې د خبریال مرتضی بهبودي د خوشي کولو امر کړی دی.

دا پریکړه په دې وروستیو کې له ۲۸۴ ورځو بند وروسته صادر شوه.

د مطبوعاتو د ازادۍ سازمان دا هم ویلي چې د جاسوسۍ او د بهرنیانو د ناقانونه ساتنې په ګډون ټول تورونه د کابل د جنايي محکمې په استماعیه غونډه کې لغوه شول.

ټاکل شوې چې نوموړی د روانې اونۍ تر پایه فرانسې ته ستون شي.

۲۹ کلن بهبودي چې په اصل کې د افغانستان دی، په فرانسه کې مهاجر شو او خپل هیواد ته له ستنیدو مخکې یې په څو فرانسوي رسنیو کې د خبریال په توګه کار کړی دی.

هغه افغانستان ته له ننوتلو دوه ورځې وروسته د جنورۍ په اوومه په داسې حال کې زنداني شو، چې د خپلې مطبوعاتي اعلاميې په تمه و.

د جولای په میاشت کې، ذبیح الله مجاهد وویل چې هغه «د خبریال په توګه نه … بلکې زموږ د رژیم له مخالفینو سره د مستقیمو اړیکو له امله نیول شوی دی».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا