اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سپینه ماڼۍ: په پاکستان کې د افغان کډوالو له خوا د افراطي اعمالو شواهد نشته

ډيډ خبري اژانس: سپینې ماڼۍ ویلي، داسې نښې نشته چې افغان کډوال دې په پاکستان او یا هم د پولې په اوږدو کې په افراطي او ترهګریزو فعالیتونو کې لاس ولري.

وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د TTP وسله والو لپاره د خوندي پټنځایونو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه، سپینې ماڼۍ وویل چې هیڅ داسې نښې نشته چې افغان کډوال په پاکستان او یا د هغې په پولو کې په افراطي فعالیتونو کې ښکیل وي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل: موږ داسې نښې نښانې نه دي لیدلي چې افغان مهاجرین دې په پاکستان او یا هم د هغې پولې په اوږدو کې ترهګریز اعمال ترسره کړي.

کربي زیاته کړه: «موږ د ډیرو افغانانو لپاره د پاکستان د نه منلو وړ سخاوت له امله مننه کوو چې یوازې د خوندیتوب او امنیت ځای په لټه کې دي».

نوموړي دا هم ویلي، چې واشنګټن به له پاکستان سره د دوی د مشروع تروریستي ګواښونو په اړه همکارۍ ته دوام ورکړي.

د پاکستان پوځ تیره اونۍ د تحریک طا-لبان پاکستان خوځښتونو ته په اشارې سره اعلان وکړ: په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان لپاره د خوندي پټنځایونو او د آزادو فعالیتونو د شتون په هکله جدي اندیښنې موجودې دي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي: دا ډول بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د اغېزمن ځواب سبب کېږي.

له دې وروسته د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوحې تړون دوی له امریکا سره لاسلیک کړی، نه پاکستان.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا