اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د مل‍ي امنیت سلاکار کابل کې میشت د ناټو له ملکي سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په افغانستان کې د ناټو سازمان له ملکي سفیر سټیفانو پانټیکوروو سره په کتنه کې د افغانستان د امنیت او سولې په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په افغانستان کې د ناټو سازمان له ملکي سفیر سټیفانو پانټیکوروو سره په کتنه کې د افغانستان د امنیت او سولې په اړه خبرې وکړې.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دې کتنه کې د ناټو ملکي سفیر وویل، چې ناټو په دوامداره توګه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
دغه راز نوموړي د سولې په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له هڅو څخه د ستاینې تر څنګ وویل، چې طالبان باید تاوتریخوالی او تحرکات کم او د سولې مذاکراتو د تسهیل په موخه هڅه وکړي.
په کتنه کې دملي امنیت سلاکار وویل، طالبانو په دې حساسه موکه کې تاوتریخوالي زیات کړي او د افغانستان له دولت سره د سولې مخامخ خبرې ځنډولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا