اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستټولنه

د شهیدانو د ورثې ۲۳۹۸ وثیقې څېړل شوې دي

د شهیدانو او لادرکه کسانو وارثانو د حقونو او امتیازاتو د قانون د تعدیلاتو طرحه ترتیب او د نظرونو تر راټولو وروسته به د قانوني پړاونو د ترسره کولو لپاره عدلیې وزارت ته ولېږل شي

د شهیدانو او لادرکه کسانو وارثانو د حقونو او امتیازاتو د قانون د تعدیلاتو طرحه ترتیب او د نظرونو تر راټولو وروسته به د قانوني پړاونو د ترسره کولو لپاره عدلیې وزارت ته ولېږل شي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت لاسته راوړنې او پروګرامونه بیانول، زیاته کړه: په ۱۳۹۷ مالي کال کې په مرکز کې د وثیقو د ثبیت د کمیسیون لخوا د شهیدانو د ورثې ۲۳۹۸ وثیقې تدقیق او څېړل شوي او د نظامي او ملکي شهیدانو د ورثې او معلولینو ۱۷۴۴۴ تنو خپل حقوق تر لاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په ۱۳۹۷ کال کې ۴۴۴ تنو د تادیاتو د نظامي، ملکي او افرادو د عمومي مدیریتونو له لارې د حساب د پرانیستنې په موخه مالیې وزارت ته ورپېژندل شوي دي.
همدارنګه د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې څه باندې ۲۰۰۰ نظامي شهیدان ثبت او راجستر او د ملکي شهیدانو څه باندې ۵۰۰۰ ورثه هم بایومټریک شوي دي.
د چاپیریال دوامداره کنټرول او څارنه او روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو ورپېژندل، د ۷ سلنې بهرنیو بورسیو ، له اړوند ارګانونو څخه د شهیدانو د ورثې او معلولینو لپاره د هستوګنې نمرو او اپارټمانونو غوښتنه او د درملنې او معالجې په موخه کورنیو او بهرنیو روغتیایي مرکزونو ته د شهیدانو د ورثې او معلولینو ورپېژندل په ۱۳۹۷ کال کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت له نورو کړنو څخه دي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د ۱۳۹۸ کال لپاره د دغه وزارت له پروګرامونو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، چې د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقونو ورکړه، د بایو مټریک الکترونیکي سیستم پلي کول، په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو ورثې د وثیقو څېړنه، د شهیدانو د ورثې او معلولینو د حقونو د ورکړې بانکي کول او د شهیدانو د ورثې او معلولینو لپاره د ملاتړ صندوق د طرحې ترتیبول، د هغو مهم اهداف جوړوي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له شپږو میاشتو څخه را پدېخوا تر همدې نوم لاندې خپل فعالیتونه تظیم او پیل کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا