اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د پاکستان دفاع وزیر: د طا-لبانو له مرستې پرته به ترهګري له منځه یوسو

ډید خبري اژانس: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې اسلام آباد به د طا-لبانو دریځ ته په پام سره ترهګر له منځه یوسي.

پر طا-لبانو د پاکستان له نیوکو وروسته، د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی له امریکا سره د دوحې تړون لاسلیک کړی او د هغه پابند دي.

په همدې حال کې خواجه محمد آصف په یوه ټویټ کې لیکلي: د افغانستان دریځ ته په پام سره، پاکستان هوډ لري چې له خپلې خاورې څخه ترهګري له منځه یوسي، که کومه سرچینه یې وي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان به له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، پرته له دې چې کابل په خپله خاوره کې د وسله والو د ځپلو اراده لري او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې نوموړي ادعا کړې وه چې د تحریک طا-لبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې شتون لري او ویلي یې دي چې افغان طا-لبان د دوحې د هوکړې پابند نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا