اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعي پوهنتون کې د «مارشال فهیم» له څلي پرانسته وشوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس نن سهار د مارشال محمدقسیم فهیم په ملي دفاعي پوهنتون کې د مارشال محمد قسیم فهیم په یاد د جوړ شوي څلي پرانسته وکړه.



په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د مارشال فهیم د ملي دفاعي پوهنتون رئيس تورن جنرال جلندر شاه وویل، چې یاد څلی د ملي دفاع وزارت په منظورۍ د مارشال فهیم بنسټ له لوري رغول شوی، چې ملي اردو ته د صداقت، شجاعت او یووالي سمبول وي.
همدارنګه د ملي اردو ستر درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي وویل، چې د مارشال محمد قسیم فهیم تحصیلي کمپلکس په کې د پلي شویو معیارونو له مخې په سیمه کې ساری نه لري.
هغه وویل، چې له دې کمپلکس څخه افسران په مسلکي او پوځي کجه ښه روزل کېږي او د ملي تفکر له مخې د یووالي، پیوستون او وروګلوۍ پر بنسټ زده کړې ورکول کېږي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه مراسمو ته وویل، چې یاد دفاعي پوهنتون او نوی جوړ شوی څلی د یوه داسې ستر انسان په نوم نومول شوی، چې خپل ځان یې د جهاد او مقاومت له مهاله او بیا د ملي اردو په رامنځته کېدو سره افغان امنیتي ځواکونو ته وقف کړی و.


اجرائیه رئیس د یاد څلي له جوړېدو خوښي وښوده او له ټولو هغو کسانو څخه چې د دې څلي په جوړېدو کې یې اقدام او هڅې کړي مننه وکړه.
اجرائيه رئيس خوښي وښوده، چې د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون د ملي اردو لپاره اکاډميک کادرونه روزي او له شک پرته چې د هېواد او خلکو نه د دفاع په لاره کې د دې کادرونو دنده ارزښتمنه او اساسي ده.
اجرائيه رئیس امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو د باطل پر وړاندې په جګړه کې د حق په لوري کې قرار لرئ، له خاورې او خلکو څخه دفاع په مېړانه ترسره کړئ، ځکه تاسو د مارشال فهیم په پوهنتون کې پوځي او مسلکي زده کړې کړي او دښمن مو توان نه لري.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا