اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د افغان کډوالو د ملاتړ د لارو چارو په اړه د قطري چارواکو او د مهاجرت د نړیوال سازمان ترمنځ مشوره

ډید خبري اژانس: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت د نړیوال سازمان له چارواکو سره د دغه وزارت د مرستیال د لیدنې خبر ورکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوا الخاطر په دغه هېواد کې د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشر ایمان عریقات سره د افغان کډوالو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې لولو الخاطر په قطر کې د مهاجرت د نړيوال سازمان د رييس د رول له امله د افغانانو د ويستلو په بهيرکې  قدرداني وکړه.

وروسته له هغه چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، قطر په افغانستان کې د زرګونو د خطرمخ کسانو او پخوانیو بهرنیو پوځي همکارانو لپاره موقتي کورونه برابر کړل.

خو له قطر څخه د لېږدول شویو یا پاتې شویو کسانو کره شمېره په لاس کې نشته.

باید وویل شي، چې قطر له څو کلونو راهیسې د طا-لبانو د سیاسي دفتر په کوربه توب او د امریکا او طا-لبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب له لارې د طا-لبانو د واک ته رسولو کې مهم رول لوبولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا