اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اردوغان: د غزې د خلکو د وژنې عاملین معلوم دي

ډید خبري اژانس: د ترکیې ولسمشر د امریکا د نوم له اخیستو پرته وویل، څرګنده ده چې څوک د غزې د خلکو د وژلو ملاتړ کوي او د دې خونړۍ تراژیدۍ لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (دوشنبه، د کب ۱۴مه) په انقره کې د دغه هېواد د حکومتي پلاوي له غونډې وروسته وویل چې هېواد به یې د غزې د کړکېچ د هواري لپاره هر ډول مرستې ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «دا څرګنده شوه چې په غزه کې د پرله پسې وژنې لپاره چا لاره هواره کړه، چا یې ملاتړ وکړ، څوک یې ننداره کوونکي پاتې شول او حتی څوک ترې خوشحاله وو».

اردوغان دا هم یادونه وکړه چې ترکیه هڅه کوي د ډیپلوماتیکو چینلونو او بشري مرستو له لارې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د فلسطین د مسئلې حل په نړیواله کچه د موثر تفاهم په رامنځته کولو پورې اړه لری.

د ترکیې ولسمشر څرګنده کړه: «د دې وضاحت ته اړتیا نشته چې نړیوال بنسټونه چې د دغه وحشت مخه یې نیولې وه څنګه بې واکه شول. حتی هغه کسان چې یوازې غوښتل یې دا وحشت اعلان کړي، وځپل شول».

د اناتولی خبري اژانس د اردوغان له قوله ویلي، د هر هغه هېواد او خلکو راتلونکې به خوندي نه وي چې د فلسطیني ځمکو سیستماتیک استخراج ته مشروعیت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې اردوغان د لوېدیځو هېوادونو پر مشرانو تور ولګاوه، چې له لومړۍ ورځې یې د اسرائیلو بې شرطه ملاتړ کړی او د غزې په وینو تویولو کې شریک دي.

د ده په وینا، هغه څه چې په غزه کې روان دي، یقیناً جګړه نه ده. دا د نسل وژنې عمل دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا