اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

سبا عمومي رخصتي ده

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا چهارشنبه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې سبا چهارشنبه (د لیندۍ ۲۶) له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.

د پخواني شوروي سرو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او له کابو لس کلن اشغال وروسته د ۱۳۶۷ کال د دلو په ۲۶مه له افغانستانه ووتل.

په افغانستان کې د شوروي ګوډاګی حکومت د سور پوځ له وتلو وروسته یوازې څلور کاله په افغانستان کې پاتې شو او کابل د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د مجاهدینو لاس ته ولوېد.

دا ورځ هر کال په افغانستان کې د کمونیستي حکومت له نسکوریدو وروسته د دلو د میاشتې له ۲۶ نیټې څخه لمانځل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا