اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سویس له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه

دید خبری آژانس: ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه د سویس له حکومت څخه ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې سویس له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اعلان پر بنسټ، سویس له ۲۰۱۶ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

باید وویل شي، چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د ملاتړ لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا