اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

بهرامي: طا-لبان د هیرمند حقابه د رسمي تړون د عملي کولو اراده نه لري

ډيډ خبري اژانس: په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي، له طا-لبانو سره د خبرو له طریقې څرګنده ده چې د اوبو د تړون د عملي کولو اراده نه لري.

په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمدرضا بهرامي نن چهارشنبه (د کب دویمه) په خپل ایکس شیټ کې لیکلي چې طا-لبانو څرګنده کړې چې رسمي هوکړې ته ژمن نه دي.

بهرامي وویل: د هلمند د اوبو د کمېشنرانو په وروستۍ غونډه کې د طا-لبانو د خبرو څرنګوالی وښوده چې دوی د رسمي ژمنو او توافقاتو د پوره کولو اراده نه لري او په اصل کې د مسؤلیت له عنصر څخه بې برخې دي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ راهیسې، تهران تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا