اسلایدشو

د لسو هېوادونو استازي د افغان ښځو د ملاتړ په موخه راټول شوي وو

ډيډ خبري اژانس: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، په افغانستان کې د زورواکو د اقداماتو په زیاتېدو سره باید په افغانستان کې د ښځو خوندیتوب ډله ییز او پیاوړی شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې په ایکس ټب کې لیکلي چې په نیویارک کې د بلجیم له خوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه د لسو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شوه.

امیري په ملګرو ملتونو کې د بلجیم له پلاوي، د ملګرو ملتونو له ادارې او افغانانو څخه د ښځو او نجونو د ملاتړ د جلبولو په خاطر مننه وکړه.

هغه څرګنده کړه: د طا-لبانو له خوا د ظالمانه اقداماتو په دوام سره پکار ده چې د افغانستان له ښځو سره په ګډه او ټینګه توګه ملاتړ وکړو.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډه به په لسو ورځو کې جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا