اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کاظمي قمي افغانستان د سیمې د هېوادونو د بهرني سیاست تر ټولو مهمه مسئله وبلله

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر پاکستان ته له خپل سفر وروسته وايي چې افغانستان د سیمې د هېوادونو په بهرني سیاست کې تر ټولو مهمه موضوع ده.

له دغه سفر وروسته حسن کاظمی قمی ټینګار وکړ چې د سیمې ثبات او امنیت د افغانستان په ثبات او امنیت پورې اړه لری.

کاظمی قمی د جدی د میاشتې په ۲۴ نیټه د یوه پلاوی په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ. نوموړي په دغه سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

هغه چې په کابل کې د ایران د سفارت مسؤول هم دی، له پاکستاني چارواکو سره د خپلو لیدنو کتنو په اړه وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار کړی و. هوکړه وشوه، چې په دې برخه کې دې د سیمه ییزو تماسونو ډله جوړه شي او هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ونډه لري، باید د تېر په پرتله په اوسني وضعیت کې د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې لا فعال رول ولوبوي».

په روانه میاشت کې د مسکو په وروستۍ غونډه کې ایران د سیمه ییزو تماسونو د ډلې د پلان اندازه وړاندې کړه.

د سیمې هېوادونو په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده. په ورته وخت کې دوی غواړي چې طا-لبان قانع کړي چې له نورو سیاسي ځواکونو سره یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا