اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

سراج الدین حقاني:

موږ به لس کاله انتظار وکړو چې د امریکا لخوا په رسمیت وپیژندل شو

دید خبري آژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پکتیا ته د سفر پر مهال ویلي، چې د امریکا له خوا په رسمیت پیژندل مهم نه دي، خو لس کاله هم به ورته انتظار وی.

ښاغلي حقاني دا خبره د جمعې په ورځ (د دلو ۲۰مه) د ګردېز د خلکو په یوه غونډه کې وکړه.

حقاني څرګنده کړه چې د طا-لبانو پيژندل مهم نه دي او ويې ويل: جوبايډن يوه هوښيارانه پرېکړه وکړه او کله چې موږ جګړې ته تيارى نيولى و، هغوى له افغانستانه وتښتېدل.

هغه وویل چې امریکا د ټوپک په زور افغانستان پریښود.

حقاني زیاته کړه: ښه به وي که امریکا د طا-لبانو دغه حکومت په رسمیت وپیژني، که نه، نو کومه خبره نه ده.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې طا-لبان لس کاله انتظار باسي، چې امریکا یې په رسمیت وپېژندل شي.

تر اوسه هېڅ هېواد طا-لبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د خپل حکومت د مشروعیت لپاره یې د بشري حقونو د رعایت او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون شرطونه وضع کړي دي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا