اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په ایران او پاکستان کې د ۳ میلیونه افغان کډوالو د قانوني پاته کېدو زمینه برابره شوې ده

کډوالو چارو وزیر “ملت ته د حکومت د حساب ورکولو” په پروګرام کې د رسنیو په وړاندې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

کډوالو چارو وزیر “ملت ته د حکومت د حساب ورکولو” په پروګرام کې د رسنیو په وړاندې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.
سید حسین عالمي بلخي، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه: د کډوالو چارو وزارت په ایران او پاکستان کې د ۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره د قانوني اقامت او پاته کېدو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د هیواد دننه څه د پاسه یونیم میلیونو کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو ته رسېدنه شوې او له اروپايي هیوادونو او ترکیې څخه په اجباري توګه د افغان کډوالو له اېستلو مخنیوی شوی دی.
بلخي دغه راز وویل، د کډوالو له کوربه هیوادونو او د کډوالو چارو وزارت د پلاوي د خبرو اترو په پایله کې په دغو هیوادونو کې د افغان کډوالو د قانوني پاته کېدو زمینه برابره شوې او د کډوالۍ پر یوه ګډ مدیریت سلا شوي دي.
د کډوالو چارو وزیر د هیواد په داخل کي څه د پاسه ۱۲۵ زرو بېځایه شویو کورنیو ته سمدستي رسېدنه اوهیواد ته د څه د پاسه ۸۰۰۰ راستنېدونکو مدیریت په ۱۳۹۷ کال کې له خپلو نورو لاسته راوړنو څخه یاد کړ.
نوموړي وویل، په هیواد کې د راستنېدونکو د یو ځای کېدو د بهیر د ښه والي په موخه د جمهوري ریاست د مقام فرمان تعدیل شو، د کډوالو ښارګوټي تر تخنیکي څارنې لاندې ونیول شول او د کډوالو په ښارګوټو کې د څه د پاسه ۴۰۰۰ نمرو ځمکو د غصب مخنیوی وشو

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا