افغانستانروستي خبرونه

په پلازمینې کابل کې یو تن ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر سره یو ځای نیول شوی

د راپورنو له مخې، دغه ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا د کابل ښار د پنځمې امنیتې په اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

امنیتي چارواکي وایي، وسله والو غوښتل یې د موټر بم په ذریعه په کابل ښار کې ځانمرګي برید ترسره کړي خو ځانوژونکي هدف ته له رسېدو مخکې د ملي امنیت ریاست موظفینو له خوا ونیول شو.

په مرکز میدان وردګو ولایت کې سیمه ییز امنیتي چارواکي هم تیره ورځ وویل، چې د یاد ولایت امنیتي ځواکونو د حقاني شبکې هغه پلان یې شنډ کړی چې غوښتل یې په پلازمینې کابل کې ځانمرګي برید ترسره کړي.

د میدان ورګو امنیه قومانداني چارواکي وایي، د حقاني ترهګری شبکې اړوند یو تن ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې کابل کې برید وکړي د امنیت ځواکونو له خوا په جلریز ولسوالی کې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی په پلازمینې کابل کې د پر له پسې موټر بم او ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا