اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د شانګهای سازمان ګډه اعلامیه:

موږ د یوه دیموکراتیک، سوله ییز او بې پرې افغانستان ملاتړ کوو

دید خبري آژانس: د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو په یوه ګډه اعلامیه کې د قومي، مذهبي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو د هند په کوربه توب د دغه سازمان له سرمشریزې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې دوی د یوه دیموکراتیک، متحد، سوله ییز او بې پرې افغانستان ملاتړ کوي.

د نوي ډیلي په ګډه اعلامیه کې، چې له انلاین سرمشریزې وروسته لاسلیک شوه، ویل شوي چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې جوړجاړی د سیمې د ثبات او د افغانستان د جوړېدو تر ټولو مهم عامل ګڼي. یو دیموکراتیک او خپلواک هیواد چې د یو واحد حکومت لخوا رهبري کیږي، دوی په نړیواله کچه ملاتړ کوي.

په اعلاميه کې راغلي: غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سيمه کې د امنيت او ثبات د ټينګښت او پياوړتيا يو تر ټولو مهم عامل د افغانستان د حالاتو ژر هوارول دي. دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، دیموکراتیک او سوله ییز افغانستان دفاع کوي، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه پاک وي.

اعلامیه زیاتوي: د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هیوادونو دا یوه اړتیا وبلله چې «د ټولو توکمیزو، مذهبي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون پ افغانستان کی تول شموله حکومت جور شوی»

دغه راز دغه سازمان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو په خوندي او با ثباته راستنېدو کې مرسته وکړي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: په افغانستان کې دبشري حالاتو دپراختيا په پام کې نيولو سره غړي هېوادونه ددغه هېواد له خلکو سره دمرستو په لاره کې دهڅو له دوام څخه ملاتړ کوي .

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا