اسلایدشوافغانستانحکومتروستي خبرونه

د پاسپورت ریاست: څو تنه د جعلي پاسپورتونو د جوړولو په تور نیول شوی دی

د پاسپورت عمومي ریاست مسوولینو د کورنیو چارو وزارت د استخباراتي او کشفي منسوبینو سره په همغږي د پنجشنبې په ورځ، د ١٤٠۰/۰۶/۲۵، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څو تنه د جعلي پاسپورتونو د جوړولو په تور ونیول.


نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی، چې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره اړوند ارګانونو ته وسپارل شول.
د تېرې یوې میاشتې په موده کې، چې په رسمي ډول د پاسپورت عمومي ریاست ټول فعالیتونه بند دي، داسې اوازې خپرې شوې چې کمیشن‌کاران د زیاتو پیسو په بدل کې خلکو ته پاسپورتونه جوړوي. د پاسپورت ریاست مسوولین په دې تړاو له راپورونو وروسته د هغوی د نیولو په لټه کې وو چې بالاخره له جدي هڅو وروسته ونیول شول. د یادولو ده چې د پاسپورت عمومي ریاست سیستم د هېواد له ځمکنیو او هوایي پولو او انټرپول پولیسو سره وصل دی. هغو کسانو چې د ١٤٠٠ کال د اسد میاشتې له ٢٤مې نېټې وروسته یې د پیسو په بدل کې له کمیشن‌کارانو پاسپورتونه ترلاسه کړي، پاسپورتونه یې باطل او د سفر پر مهال به د سرحدي او انټرپول څانګو لخوا ونیول شي او دوسیه به یې اړوندو څانګو ته وسپارل شي.
د پاسپورت عمومي ریاست یو ځل بیا له درنو هېوادوالو غواړي چې د دا ډول خلکو چل ونه خوري. ډېر ژر به یو ځل بیا د دې ریاست فعالیتونه پیل او کولای شي چې له قانوني پړاونو وروسته خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا