اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستان دفاع وزیر خپل تاجیکستاني سیال ته وویل: موږ له ورته امنیتي ګواښونو سره مخ یو

دید خبري آژانس: د تاجیکستان او پاکستان د دفاع وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان او تاجیکستان د دفاع وزیرانو خواجه محمد اصف او شیرعلي میرزا پرون د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د دفاع وزیر په دې کتنه کې وویل چې اسلام آباد او دوشنبه له افغانستان سره د خپل ګاونډۍ له کبله له یو شان ننګونو او امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د تاجیکستان د هڅو ستاینه کوي.

خواجه محمد اصف ویلي چې دوی به د استخباراتي ظرفیت لوړولو ته دوام ورکړي او د تاجیکستان له وسله والو ځواکونو سره به یې شریک کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې پاکستان له تاجکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی.

پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو له بلې خوا تاجکستان له طالبانو غوښتي چې د ټولو توکمونو په شتون سره یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او د تروریستي اعمالو پر وړاندې مبارزه وکړي.

په همدې حال کې طالبانو له تاجیکستانه غوښتي چې د افغانستان سفارت دوی ته وسپاري، خو تاجکستان تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منلې.

په دې وروستیو کې طا-لبان له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي چې له دغه هېواد سره د ګډې پولې له لارې د پاکستان له شمالي وزیرستانه د افغان کډوالو کورنۍ د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

د افغانستان شمال ته د وزیرستاني کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.

د طالبانو منتقدین وايي، چې طالبان د وزیرستان د کډوالو د شړلو په پلان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي د منځنۍ اسیا له پولو سره پرتو شمالي ولایتونو ته لېږدوي.

د ويلو ده چې د تاجکستان د دفاع وزير د پاکستان د دفاع له وزير سره د ټي ټي پي د جنګياليو د لېږد په اړه د دغه هېواد اندېښنه شريکه کړې ده.

باید وویل شي، چې د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا هم په دې وروستیو کې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې د افغانستان په شمالي وزیرستان کې د جګړې د بندېدو غوښتنه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا