اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستټولنه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې څلور میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان نږدې څلور میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې د نفوسو ۱۰ سلنه جوړوي.

په دغه راپور کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د کابل ښار د سړو کوڅو په سیوري کې ډېر خطرونه پراته دي، خو د نشه یي توکو د کرکیلې له بحران څخه بل هېڅ یو ګواښ نه دی، چې دغه ښار او ټول هېواد یې ویجاړ کړی دی.

په راپور کې راغلي چې افغانستان د نړۍ په کچه د هیروینو او میتامفیتامین یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی چې ډېره برخه یې بهر ته قاچاق کېږي.

د دغه راپور له مخې، افغانستان شاوخوا څلور میلیونه د نشه يي توکو د کاروونکو کور دی، چې د ټول نفوس شاوخوا لس سلنه برخه لري.

له بلې خوا دغه سازمان هم وايي چې د روغتيايي مرکزونو او په نشه يي توکو د روږدو د درملنې حالت خراب دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا