اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

د ماین د خطر د پوهاوي نړیواله ورځ؛

ملګري ملتونه: ماینونه په افغانستان کې لا هم قربانی اخلی

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د افغانستان د خلکو د بشري حقونو په برخه کې د دغه سازمان ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د ماینونو په اړه د پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې د ماین پاکۍ لپاره د هڅو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

ګوتیریس نن پنجشنبه (۱۶همال) په خپل ایکس شیټ کې لیکلي چې له افغانستانه نیولې تر سوډان، اوکراین او غزې پورې ځمکني ماینونه، چاودیدونکي مهمات او د جګړې پاتې شوني په مستقیمه توګه د میلیونونو خلکو ژوند ګواښي چې په وسله والو جګړو کې ښکیل دي.

هغه زیاته کړه: «هیواد په بل هیواد، ټولنه په ټولنه کې، راځئ چې نړۍ له دې وسلو څخه خلاص کړو – یو ځل او د تل لپاره».

له بلې خوا ریچارډ بینیټ وویل چې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو له امله د ګڼو ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زياته کړه، چې له دې سيمې ډېر خلک معيوب شوي دي.

راځئ چې د پوهاوي او پاکولو هڅو ګړندۍ کولو ته ژمن شو ترڅو د ټولو لپاره خوندي سبا ډاډمن کړو ، بینیټ دوام ورکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا