اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

چین: هیله لرو چې طالبان به د خلکو او نړۍ هیلې پوره کړي

دید خبري آژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هېواد یې تمه لري چې طا-لبان به د نړیوالې ټولنې د تمې د پوره کولو لپاره اوچت ګامونه پورته کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ پرون په يوه خبري غونډه کې د طا-لبانو د تګلارې ستاينه وکړه او ويې ويل، هيله لري چې د افغانستان د خلکو ګټو ته خدمت وکړي او د نړيوالې ټولنې هيلې به پوره کړي.

د دغه وزارت ویاند د طا-لبانو د سیاستونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه سیاستونه د اقتصادي ودې لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه: افغانستان اوس هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان د موقت حکومت د حکومتدارۍ په اړه ډېرې اندېښنې لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه: هيله لرو چې د افغانستان موقت حکومت د افغانانو د ګټو د تامينولو او د نړيوالې ټولنې د هيلو د پوره کولو په لاره کې کوټلي ګامونه پورته کړي تر څو د نړۍ د نورو برخو څخه ملاتړ، لا زيات تفاهم، اعتماد او باور ترلاسه کړي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ شاوخوا دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا