اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره یو کمیسیون جوړ شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، ذبیح مجاهد د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو اعلان کړی.

د طا-لبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه کمېسيون دنده لري چې له هغو کډوالو سره مرسته وکړي، چې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي د دغه کمیسیون په اړه وویل: دا د هغو مهاجرینو لپاره چې له کوم هیواد څخه افغانستان ته راستنیږي د ثبت، تشخیص، انتقال، ترانسپورت، روغتیا، ښوونې او روزنې، کار موندنې او لنډمهاله او اوږدمهاله سرپناه په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د هغه په ​​وينا، د سوداګرو او پانګوالو لپاره چې دغه کډوال په کې شامل دي، يوه ځانګړې کړنلاره په پام کې نيول شوې ده.

مجاهد زیاته کړه: که نورې ادارې سرمایه ولري، د هغوی لپاره به د کار موندنې او د ځمکې پراختیا چارې ترسره کیږي، په ټولو برخو کې جلا جلا کمېټې جوړې شوي او موږ چمتو یو.

دا کمیسیون په داسې حال کې جوړ شوی چې پاکستان په پام کې لري د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو پلان جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا