اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا هبت الله: په فلسطین کې نسل وژنه روانه ده، خو غربیان د بشري حقونو په اړه چیغې وهي

ډید خبري اژانس: ملا هبت‌الله اخندزاده په یوه غږیز پیغام کې ویلي، غربیان په فلسطین کې د مسلمانانو د نسل وژنې په حال کې د بشري حقونو نارې وهي.

ملا هبت الله اخندزاده پرون (چهارشنبه د جدی ۲۷مه) په دغه غږیز ټیپ کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی کېږي.

نوموړي په دې وینا کې وویل: دوی د انسانیت په نوم چیغې وهي چې موږ د خلکو خدمت کوو، خو له بلې خوا د خلکو وینه څښي. نن په نړۍ کې د جاهلانو او ظالمانو چیغې اورې. په فلسطین کې پر مسلمانانو سخت ظلم روان دی او نسل وژنه یې روانه ده.

هغه پر مسلمانو هېوادونو نیوکه وکړه چې د غزې د وضعیت په وړاندې د «دیني کمزورتیا» له امله «چوپ دي او حقیقت نشي ویلای».

په دې آډیو ټیپ کې ملا هبت الله اخندزاده وايي چې د افغان ښځو حقونه یې په خپلو فرمانونو کې ورکړي، هغه حقونه چې د ده په خبره په تېرو وختونو کې ترې محروم شوي دي.

د دې وینا د نیټې او ځای په اړه د تایید وړ معلومات نشته. د دې وینا ټیپ د دولتي راډیو او ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت په X چینل کې په خپله پاڼه کې خپور کړی او ادعا یې کړې چې دا وینا د چهارشنبې په ورځ (د جدی ۲۷ مه) ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا