اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د مقاومت ملي شورا: تروریستي ډلو له کلونو راهیسې په غیر انساني بریدونو سره هزاره خلک په نښه کړي دي

ډید خبري اژانس: د مقاومت ملی شورا د کابل ښار په لوېدیځ کې د جمعې او شنبې ورځې چاودنې په کلکو ټکو وغندلې او ویې ویل، چې هزاره ګان له کلونو راهیسې د ترهګریزو بریدونو هدف و.


پرون (شنبه، د اسد ۱۵مه) د مقاومت شورا په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان شیعه ګان او هزاره ګان له کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو د غیر انسانی او وحشتناکو بریدونو هدف دی.
په دغه اعلاميه کې پر شيعه ګانو په تېره بيا د حسيني د ماتم پر مراسمو وروستي بريدونه هدفمند او بشري ضد جنايتونه بلل شوي دي.


دې شورا ادعا کړې چې «طالبان نه یوازې دا چې په افغانستان کې د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي، بلکې د ناامنیو لړۍ ورځ په ورځ پراخه شوې ده».
د دغې شورا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «وژنې، هدفي وژنې، د مذهبي غونډو په نښه کول، پر خصوصی حریم بریدونه، چاودنې او ترهګریز فعالیتونه هېواد له جدي امنیتي ننګونو سره مخ کړی دی».
طا-لبانو د کابل د پل سوخته په پله کې د شنبې د ورځې په چاودنه کې د ۲ تنو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو مردمی سرچینې بیا د تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکوي.
داعش ډلې د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېرو دوو ورځو خونړیو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا