اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ایران استازی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

دید خبری آژانس د خبر له مخی: د مسکو غونډه چې ټاکل شوې د سپټمبر په ۲۹ نیټه جوړه شی، د طا-لبانو د حکومت د نسکوریدو په اړه متمرکزه ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني خبر ورکړی، چې تهران د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې چې د سپټمبر په ۲۹ نېټه د روسیې په کازان ښار کې جوړېږي، د ګډون لپاره خپل استازی استوي.

کنعاني زیاته کړه: تر کومه ځایه چې موږ خبر یو، د کوربه هیواد حکومت د طا-لبانو یو پلاوی دغې غونډې ته رابللی دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر، ضمیر کابلوف مخکې TASS ته ویلي وو چې د مسکو په غونډه کې به د افغانستان د موقت حکومت پر ټولشمولیت تمرکز وشي.

کابلوف زیاته کړه چې د طا-لبانو پلاوي په دې ناسته کې خپل ګډون تایید کړی دی.

د افغانستان په اړه د مسکو فورم په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د هڅو د اسانه کولو په موخه جوړ شو.

په دې غونډه کې چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون کوي.

د هغې پخوانۍ غونډه په مسکو کې د ۲۰۲۲ په نومبر کې جوړه شوې وه.

قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې په دې غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا