اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

آلمان: د افغانستان له خلکو سره زموږ پیوستون دوام لري

دید خبري اژانس: د افغانستان د خلکو د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي استازي ریچارد بنټ سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان له خلکو سره د آلمان پیوستون دوام لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د میرمن بیرباک ایکس ته (پخواني ټویټر) په حواله چې په دې غونډه کې یې وویل: د افغانستان له خلکو سره زموږ پیوستون نه دی مات شوی.

بنټ هم په یوه پیغام کې لیکلي چې له افغانانو سره د آلمان د دوامداره مرستو هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه چې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په افغانستان کې د بشري حقونو د مهمو مسلو په شمول د هغې د ښځینه بهرنۍ تګلارې او په ورته وخت کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکولو پر اړتیا خبرې کړي دي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د آسیا او آرام سمندر د چارو عمومي مشرې پیترا زیګموند له ریچارډ بنټ سره په کتنه کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت کړکېچن وباله.

دوی له طا-لبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

زیګمونډ وویل: وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره خورا خراب دی. موږ دواړه له طا-لبانو غواړو چې د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض پای ته ورسوي.

په همدې حال کې جرمني ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د زیانمنونکو کسانو د راجستر په جوړولو سره به هره میاشت ۱۰۰۰ کسانو ته پناه ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا