اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

د پاکستان د اقتصادي سقوط په اړه د عمران خان خبرداری

ډید خبري اژانس: د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د اقتصادي سقوط خبرداری ورکړی دی. خان ټینګار وکړ چې شهباز شریف د پاکستان کمزوری اقتصاد نشي اداره کولی.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، عمران خان دا څرګندونې په اسلام اباد کې وروسته له هغه وکړې چې د دغه هېواد اسعارو د ډالر په مقابل کې تر ټولو ټیټ ارزښت ته ورسېد.
په دې وروستیو کې یو امریکايي ډالر په ۲۲۵ پاکستانۍ کلدارو تبادله کېده.
اسلام اباد ته د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۱.۱۷ میلیارده ډالرو پور په ورکړه کې ځنډ هم شته اقتصادي بحران نور هم زیات کړی دی.
دغه صندوق تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له پاکستان سره یې د شپږ میلیارده ډالرو مرستې بستې د بیا راژوندي کولو لپاره لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي، خو دا تړون د پیسو د نړیوال صندوق د اجرایوي بورډ له تصویب سره مخ دی.
عمران خان د ۲۰۱۸ کال له پارلماني ټاکنو وروسته واک ته ورسېد، خو د روان کال په اپرېل میاشت کې کله چې د هغه په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او د پارلمان شاوخوا ۲۵ غړو د عدم اعتماد رایه ورکړه، نو هغه اکثریت له لاسه ورکړ. پارلمان او د لومړي وزیر له څوکۍ لیرې کړای شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا