اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د اروپا او تاجکستان تر منځ مشوره

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د تاجکستان ولسمشر او د اروپايي شورا رییس د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د نظر تبادله وکړه.

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې ولسمشر امام علي رحمان او د اروپايي شورا مشر چارلس میشل د تاجکستان او اروپايي ټولنې تر منځ د همکارۍ او د دوه اړخیزو ګټو په برخو کې د دې هېواد د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.

د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخول هم د بحث وړ موضوعاتو څخه ګڼل کیږي.

دواړو خواوو د افغانستان د حالاتو او د تاجکستان او افغانستان د پولو د پياوړتيا په ګډون پر امنيتي مسايلو هم خبرې وکړې.

رحمان د زرغون اقتصاد او زرغون انرژۍ د پالیسیو د تطبیق لپاره د ګډو فعالیتونو ملاتړ کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا