اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

حنا رباني: موږ له طا-لبانو سره د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو شواهد شریک کړل

دید خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغان اتباع په ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل او ویې ویل چې شواهد یې له طا-لبانو سره شریک کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر په یوه مرکه کې ویلي، دا یو حقیقت دی چې په پاکستان کې په ډېرو ترهګریزو پېښو کې د افغانستان خلک ښکېل دي.

مېرمن کهر څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو وروستۍ څرګندونې د «اختیارونو» په اړه په دې معنا دي چې پاکستان د ځان د دفاع په برخه کې د عمل حق لري.

کهر په دې خبرې سره چې په افغانستان کې د رژیم له بدلون راهیسې په پاکستان کې د بریدونو معلومات «وحشتناک دي»، وویل: کله چې موږ وایو چې موږ ټول انتخابونه پلي کولی شو، ډیری اختیارونه شتون لري».

خو هغه څرګنده کړه چې د پاکستان له پولو هخوا اقدام نه لومړۍ او نه هم دوهمه یا دریمه چاره ده.

هغه د پاکستان دریځ «تعامل، تعامل، تعامل» وباله.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان له خاورې په بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو په اړه د پاکستان شواهد او همدارنګه ځینې مشخص شواهد له طالب چارواکو سره شریک شوي دي.

هغه وویل چې دا کسان حتی د «صحي ویزو» سره پاکستان ته ننوتل.

هغه د دغه هېواد د حکومت او د پاکستان د طا-لبانو ترمېنځ خبرو اترو ته په اشارې سره وويل: پاکستان د خپلو خلکو د امنيت په باره کښې هيڅ ډول موافقت نه شی کولائ او نه هم پکار دی.

په ژوب کې د تروریستانو له خوا د امریکا او ناټو د وسلو د کارولو په اړه، کهر وویل چې دا له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د «عجولانه» وتلو یوه پایله ده.

د يادونې وړ ده، چې د راپورونو پر بنسټ، په خيبر پښتونخوا کې له وروستي ترهګريز بريد وروسته، چې لږ تر لږه ٥٠ کسان په کې ووژل شول، پاکستاني پوليسو د ځوانو افغان کډوالو د نيولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا