اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کاناډا له متحده عربي اماراتو څخه ۱۹۲ افغان کډوال انتقال کړل

دید خبري آژانس: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت وزارت چارواکو ویلي، چې له متحده عربي اماراتو څخه یې ۱۹۲ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د مهاجرت وزیر، شان فریزر، د جمعې په شپه (د سرطان ۲) په ټویټ کې وویل چې هغه د پناه غوښتونکو د لیږد لپاره د ښه چاپیریال په رامنځته کولو کې د متحده عربي اماراتو د همکارۍ ستاینه وکړه.

نوموړي ټینګار کړی، چې کاناډا ژمنه ده، چې د روان کال تر پایه به ۴۰ زره افغان کډوال کانادا ته انتقال کړي.

په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته په زرګونو افغان کډوال له دغه هېواده ووتل او په متحده عربي اماراتو کې د درېیم هېواد ته د تګ په هدف مېشت شول.

څو ورځې وړاندې کاناډا او متحده عربي اماراتو له متحده عربي اماراتو څخه د افغان کډوالو د لېږدولو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه تړون له مخې به شاوخوا زر افغان کډوال له متحده عربي اماراتو کاناډا ته ولېږدول شي.

ښځینه فعالانې، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي اقلیتونه او خبریالان د کاناډا د بشري بیا میشتیدنې په لیست کې شامل دي.

د راپورونو له مخې، د کاناډا حکومت له ۱۴۰۰ راهیسې هغه هېواد ته څه باندې ۳۲ زره افغان کډوال لېږدولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا