اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

پاکستان له سعودي عربستان څخه دوه میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي

دید خبری آژانس: د پاکستان د مالیې وزیر اعلان وکړ چې سعودی عربستان د دغه هیواد په مرکزی بانک کښې دوه میلیارډ ډالره واچولی دی.

د رویټرز په وینا، پاکستان دا پیسې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور اخیستلو لپاره ترلاسه کړې.

پاکستاني چارواکي د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۱مه) د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) له چارواکو سره هم غونډه لري.

دغه اداره په پام کې لري چې په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران د حل لپاره پاکستان ته درې میلیارده ډالره پور ورکړي.

مالي تضمین پاکستان ته د پورونو د ورکولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (IMF) یو له شرطونو څخه دی.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي چې سعودي عربستان د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د پیاوړي کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې سعودي کرنسۍ سره د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې ۱۱.۶ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا دغه اندازه پیسې پور نه دي او د بهرنیو زیرمو د پیاوړتیا په موخه د یوه کال لپاره د دغه هیواد په مرکزي بانک کې ساتل کیږي.

پاکستاني چارواکو د سعودي عربستان د مشرتابه د ملاتړ ستاینه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا