اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

دا ځل د لویدیځ بالکان په هیوادونو کې د فلسطین په ملاتړ مظاهرې وشوې

دید خبری اژانس وایی د فلسطین په ملاتړ کښې په لویدیځو هیوادونو کښې د زرګونو خلکو له مظاهرو وروسته دا ځل د بالکان هیوادونو په پلازمینې کښې خلکو د «آزاد فلسطین» او «نسل وژنه بنده کړئ» شعارونه ورکړل.

په زرګونو کسانو پرون د لویدیځ بالکان هیوادونو په پلازمینه کښې مظاهرې وکړې چې له اسرائیلو سره د دغه هیواد د شخړې په لړ کښې د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ څرګند کړي.

خلکو د سربیا، بوسنیا هرزګوینا او مونټینیګرو د پلازمینې ښارونو په لویو چوکونو کې په مظاهرو کې برخه اخیستې وه، د فلسطین او سربیا بیرغونه یې په لاس کې وو او د «آزاد فلسطین» په څیر یې شعارونه ورکول.

دوی د فلسطین او سربیا د بیرغونو د نیولو سربیره، بینرونه او نښانونه هم درلودل چې «په فلسطین کې د نسل وژنې پای» او «د فلسطین د ازادۍ» شعارونه لري.

د مونټینیګرو په پلازمینه پوډګوریکا کې مظاهره چیان د حکومت د ودانۍ مخې ته راغونډ شول او سوله ایز لاریون یې وکړ.

هغوی د فلسطین بیرغ پورته کړ او چیغې یې وهلې: د فلسطین تر څنګ ودریږئ مسلمان نه یاست، بس انسان اوسئ!

په زرګونو بوسنیایان هم په تاریخي بسچاریجه چوک کې راټول شوي، چې د سراجیوو د پلازمینې ښار یو سمبول دی.

دوی بینرونه نیولي وو چې «پرون سریبرینیکا، نن غزه» لیکل شوي او له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

د دې مظاهرې یوې تنظیمونکې صفیه تادفي ویلي، دوی د دې لپاره راټول شوي چې وښيي بوسنیا هرزګوینا د غزې له خلکو سره ده.

هغه زیاته کړه: هغه څه چې هلته کیږي جګړه نه ده، دا په حقیقت کې نسل وژنه ده.

د یادولو وړ ده چې په انګلستان، جرمني، امریکا او هسپانیه کې هم په سلګونو زرو تنو د فلسطین د خلکو په ملاتړ مظاهرې وکړې او د نسل وژنې د بندیدو غوښتنه يي وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا