اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

د نړیوال مرستندویه ماموریت اداره: موږ د ۱۸ توقیف کارمندانو د تورونو په اړه نه پوهیږو

ډید خبري اژانس: د «نړیوال مرستندویه ماموریت» انسټیټیوټ وايي، چې د دغه انسټیټیوټ ۱۸ کارکوونکي د طا-لبانو له خوا په دوو ورځو کې نیول شوي او کابل ته وړل شوي دي.

دې ادارې پرون یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې پر خپلو کارکوونکو د لګیدلي تورونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.

د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د طا-لبانو له خوا د دغې ادارې ۱۸ کارکوونکي نیول شوي او دفتر یې له خبرتیا پرته تړل شوی دی.

د دې ادارې په اعلاميه کې راغلي چې د شواهدو د نشتوالي له امله د دغو تورونو په اړه څرګندونې نه شي کولى، خو چمتو دي چې په خپلواکه توګه د دې ادارې او يا د دې ادارې د يوه کارکوونکي پر وړاندې د هر ډول تورونو شواهد وڅېړي.

یوه افغان نادولتي موسسه وايي، له ملګرو ملتونو سره کار کوي چې ژر تر ژره د طا-لبانو له خوا نیول شوي ۱۸ کارکوونکي خوشې کړي.

د نړیوالو مرستندویه پلاوي دفتر وايي، دغه ۱۸ کسان په روانه میاشت کې دوه ځلې د غور ولایت په مرکز کې له خپل دفتر څخه نیول شوي او پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په نیول شویو کسانو کې یو امریکایی تبعه هم شامل دی او د دې کارمندان د مسیحیت د تبلیغ په تور نیول شوي دي.

انسټیټیوټ ویلي چې د دې تورونو په اړه هیڅ معلومات نه لري او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو سره کار کوي ترڅو دا موضوع نوره ژوره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا