اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په بادغیس کې یو سړی د «ناپیژاندو وسله والو» له خوا وژل شوی دی

دید خبری آژانس: د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې يو ځوان دناپيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د بادغیس امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې دغه وژنه تېره شپه (د ثور ۴ مه) شوې ده.

دې قوماندانۍ د وژل شوي کس په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې دغه کس د میرزا په نوم یو ۲۵ کلن ځوان و.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده څرګنده.

د بادغیس امنیه قومانداني وايي، د دغې وژنې د عاملینو د پېژندلو هڅې کوي.

په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي. هره ورځ له ولایتونو څخه د وژنو پېښې رپوټیږي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې په يوه څاه کې د يوه ځوان مړى موندل شوى و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا