اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران او ترکیې د عالي شورا په اتمه غونډه کې د افغانستان د وضعیت ارزونه

دید خبری اژانس: د ایران او ترکیې د سترې ملګرتیا شورا اتمه غونډه د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په شتون او د افغانستان او سیمې د حالاتو په هکله د سلامشورو او د ملګرتیا د لسو سندونو په لاسلیکولو سره ترسره شوه.

انقرې ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره ملګري پلاوي سفر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي هرکلي سره پیل شو او له دوه اړخیزو او بین الهیئتی کتنو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو لس سندونه لاسلیک کړل.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو له دوه ساعته خصوصي ناستې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ او ابراهیم رئیسي وویل، تهران له انقرې سره ښې اړیکې لري او غواړي چې په راتلونکي کې دغه اړیکې نورې هم لوړې کچې ته ورسوي.

هغه د فلسطین د مظلوم ملت په وړاندې د ترکیې د ملت دریځ او ملاتړ د ستایلو وړ وباله.

هغه وویل: ولسمشر اردوغان او زه د فلسطین د مسئلې او د فلسطین د خلکو د حقوقو په رسمیت پیژندلو باندې موافق یو.

د ترکیې او ایران ترمنځ د همکارۍ د عالي شورا له اتمې غونډې وروسته دواړو هېوادونو د همکاریو لس هوکړه لیکونه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړل.

په دې تړونونو کې د انرژۍ، ازادې سوداګرۍ، رسنیو او مخابراتو، ترانسپورت او زیربناوو، ساینس او ​​ټکنالوژۍ، کلتور او ګرځندوی او د پولیسو اکاډمۍ په برخو کې همکارۍ شاملې وې.

د صباح ورځپاڼې د خبر له مخې رجب طیب اردوغان هم په دغه کنفرانس کښې وویل: مونږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران د همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ.

اردوغان څرګنده كړه: زه په كرمان كې د جنورۍ د مياشتې د درېيمې نيټې تروريستي بريد غندم او اعلان كوم چې تركيه له تروريزم سره په مبارزه كې د ايران تر څنګ ولاړه ده.

د ترکیې جمهور رئیس په دوام وویل: موږ د فلسطین، سوریې، عراق، افغانستان او د جنوبي قفقاز مسایل له ښاغلي جمهور رئیس سره و ارزول.

اردوغان ټینګار وکړ: موږ به له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د کچې د ښه کولو هڅه وکړو.

هغه همدا راز پر غزې د اسرائیلي رژیم بریدونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: موږ د هغو اقداماتو د مخنیوي پر اهمیت موافقه وکړه چې زموږ د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه، دواړو لورو پر غزې د اسرائیلي رژیم د غیر انساني بریدونو د پای ته رسولو او د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د سمدستي ګامونو پورته کولو په اړه د نظر تبادله وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا