اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سیګار: په افغانستان کې د خلکو د هوساینې لپاره بودیجه نه ده ځانګړې شوې

ډید خبري اژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي چې طا-لبان د دغه هېواد د خلکو د هوساینې لپاره هیڅ ډول بودیجه نه ورکوي.

سیګار په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله په خپل ایکس شیټ کې لیکلي چې د خلکو له سترو ننګونو سره سره طا-لبان د خپلو ګټو لپاره د پام وړ بودیجه نه ورکوي.

سیګار: د افغانستان له نیمايي زیات نفوس له اقتصادي فشار او د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له زیاتېدو سره سره، د بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې نښې نشته چې طا-لبانو دې د خپلې بودیجې ډېره برخه د افغانانو هوساینې ته ځانګړې نه دی کړې وي.

د يادونې وړ ده، چې سرپرست حکومت په بېلابېلو برخو کې د خلکو د لګښتونو او بوديجې د حساب له ورکولو ډډه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا