اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د نجات ملي مقاومت شورا د سنبلی د ۱۸ په مناسبت: سیاسي ګوندونه او جریانونه د آزادۍ لپاره صفونه وتړي

دید خبری آژانس: د افغانستان د نجات لپاره د ملی مقاومت شورا په یوه پیغام کښې د احمد شاه مسعود د وژلې د ۲۲ تلین په مناسبت د افغانستان د خلکو برخلیک ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلاميه کې چې نن شنبه (د وږي ۱۸مه) خپره شوه، راغلي چې د احمدشاه مسعود له وژل کېدو دوه ويشت کاله وروسته افغانستان «د ژوند په ټولو ډګرونو کې له کړکېچونو او تورې او خونړۍ غميزې سره مخ دی».

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي، چې د نږدې څلوېښت میلیونو انسانانو برخلیک باید یوې داسې غیر مسوولې ډلې ته نه پرېښودل کېږي، چې په هېڅ انساني محور او حقوقي او اخلاقي معیارونو باور نه لري.

دغې شورا ویلي دي چې پر افغانستان د طا-لبانو د «ناقانونه او ظالمانه واکمنۍ دوام» به له تاوتریخوالي، د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له زیاتوالي، د ظلم او جنایت له دوام او د تروریستي ګواښونو له خپریدو پرته سیمې او نړۍ ته بل څه نه راوړي.

د دې شورا په اعلامیه کې له ټولو سیاسي ګوندونو او جریانونو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو غوښتل شوي چې د هېواد د ازادۍ لپاره خپلې صفونه سره یو کړي.

دغې شورا ویلي دي: «د هیواد ازادي او پر هیواد د تسلط د غاصبانو د واکمنۍ د له منځه وړلو لپاره مقاومت باید زموږ د ټولو لومړیتوب وي».

د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا په خپله اعلامیه کې احمد شاه مسعود یو وفادار او متعهد مجاهد بللی او ویلي یې دي چې هغه له ترهګرو ډلو سره د سیمې او نړۍ د استخباراتي سازمانونو د ګډې دسیسې په پایله کې وژل شوی دی.

احمدشاه مسعود د پخواني شوروي پر وړاندې د جهاد او د طا-لبانو پر وړاندې د مقاومت له جګپوړو قوماندانانو څخه و، چې د ۱۳۸۰ لمریز کال د سنبله په ۱۸مه د تخار په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د دوو القاعده بریدګرو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړل، ووژل شو.

د افغانستان پخواني حکومت هغه ته د «ملي اتل» لقب ورکړ او د هغه د مړینې تلین یې عمومي رخصتي اعلان کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا