اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال پر پیاوړتیا خبرې وشوې

ډید خبري اژانس: د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو لومړۍ درې اړخیزه ناسته د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا په موخه په اسلام اباد کې ترسره شوه.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو لومړۍ درې اړخیزه ناسته د سې شنبې په ورځ ترسره شوه، چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د غونډې مشري د طا-لبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر اعجاز ګوهر او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ډاکټر جمشید خواجه‌اف عبدالحکیمویچ په غاړه درلوده.

د ډان د راپور له مخې، له غونډې وروسته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرۍ درې واړو وزیرانو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر امکاناتو، د ګډو پانګونو لپاره د لارو پرانستلو، د عامه او خصوصي مشارکت او د مستقیمې بهرنۍ پانګونې پر زیاتوالي خبرې وکړې.

دا خبرې اترې د سوداګریزو خنډونو په کمولو، د ګمرکي طرزالعملونو ساده کولو او د پولې په اوږدو کې د اسانه سوداګرۍ په وده باندې تمرکز کوي.

همدارنګه، د ترانسپورتي شبکو د پیاوړتیا او د زیربناوو پراختیا ته وده ورکولو په لارو چارو خبرې وشوې ترڅو د توکو لیږد اسانه کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل چې تمه ده چې درې اړخیزه همکاري به د دریو هیوادونو اقتصادي وده وهڅوي.

هغه زیاته کړه، پاکستان، افغانستان او ازبکستان کولای شي له خپلو قدرتونو او منابعو په استفادې سره نویو بازارونو ته لار ومومي او خپل اقتصاد پراخ کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، دغه خبرې د افغانانو تر منځ د پروژو پر پرمختګ، ترانزیټ او درې اړخیزه سوداګرۍ، د سیمه ییزو اړیکو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو او نورو اړوندو مسایلو متمرکزې وې.

د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر انورحق کاکړ ټینګار کړی چې د ویزو آسانه کړنلاره، د بانکی لارو ښه والی او د دوه اړخیزو ګودامونو اسانتیاوې به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ سوداګری زیاته کړی.

کاکر دغه څرګندونې د خذیف او د هغه له اووه کسیز پلاوي سره په کتنه کې وکړې.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو سوداګريزه ټولنه به په لنډه موده کې د يو مليارډ ډالرو دوه اړخيزه سوداګرۍ هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

کاکړ همداراز په اسلام اباد کې د پاکستان، ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ وزیرانو د لومړۍ درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو ستاینه وکړه.

درې واړو خواوو د ګمرکونو، لوژستیک، سوداګرۍ وده، تعرفو، TIR طرزالعملونو او نورو په اړه د بحث لپاره درې اړخیزه کاري ډله جوړه کړه.

د پاکستان لومړي وزير د دغې درې اړخيزې غونډې په پايلو د رضايت په څرګندولو سره هيله څرګنده کړه چې دغه درې اړخيزه ميکانيزم به د درې واړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي.

کاکړ د خلکو تر منځ د تبادلې د چټکتیا د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د وزيراعظم مرستيال خواجه‌اف کاکړ ته د پاکستان د کاروباري ټولنې سره د بينکنګ او لوجستيک شعبو په شمول د ګټورو ملاقاتونو په اړه بريفنګ ورکړو۔

هغه هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اورګاډي پټلۍ پروژې په خپل وخت بشپړولو لپاره فعاله متقابل عمل ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا