اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

د ناروې د کډوالو شورا: ناټو حتی په افغانستان کې وږي ماشومان یوازې پرېښي دي

ډید خبري اژانس: د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي په دې خبرې سره چې افغانستان یو وخت د اوکراین په څېر د ناټو لپاره ستراتیژیک اهمیت درلود، وايي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه حتی له ماشومانو سره مرسته نه کوي.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګلند د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۶مه) په یوه ټویټ کې وویل چې د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې پر خپلو پوځي عملیاتو میلیاردونه ډالر لګولي دي. خو اوس په دغه هېواد کې د وږو ماشومانو لپاره د خوراکي توکو مرسته هم نه کوي.

اګلنډ لیکلي، چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې د ناټو لپاره د اوکرایین په څېر ستراتیژیک اهمیت درلود.

هغه دغه راز زیاته کړه، خو اوس د ناټو غړي هېوادونه په ۲۰۲۱ کال کې د هغو وږو ماشومانو لپاره د کافي خوراکي توکو مرسته هم نه کوي، چې په افغانستان کې پاتې کېږي.

د ناټو د غړو هېوادونو پر وړاندې د دې شورا د سرمنشي نيوکې په داسې وخت کې کېږي، چې په افغانستان کې بشري عمليات د بوديجې له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله خپل بنسټیز فعالیتونه وځنډول.

په همدې حال کې ناټو اوس د اوکراین په جګړه کې مرسته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا