اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملا هبت الله آخندزاده لخوا د والي او امنیه قوماندان په کچه نوې ګمارنې

ډید خبري اژانس: د ملا هبت الله آخندزاده د فرمان پر بنسټ د ولایتونو او امنیه قومندانانو په کچه نوې ګمارنې شوې دي.

د دې پر بنسټ یو شمېر واليان او امنیه قوماندانان له یوه ولایت څخه بل ته تللي دي.

۱: د لوګر پخوانی والي مولوي عبدالعلي قدرت الله د پروان د والي په توګه

  ۲: د تخار پخوانی والي مولوي ضیاء الرحمن مدنی د لوګر د والي په توګه

۳: د پروان پخوانی والي مولوي عبیدالله امین زاده د تخار د والي په توګه

  ٤: د غور ولايت پخوانى امنيه قوماندان سيد محمد حنيف عباده د باميانو ولايت د امنيه قوماندان په توګه، ٥: د باميانو ولايت پخوانى امنيه قوماندان صديق الله شاهين د غور ولايت د امنيه قوماندان په توګه.

۶: د کاپیسا پخوانی امنیه قوماندان مولوي ضیاء الحق د تخار ولایت د امنیه قوماندان په توګه

۷: د کونړ پخوانی والي حاجي محمد عثمان د کاپیسا د امنیه قومندان په توګه

۸: د جوزجان پخوانی امنیه قوماندان ملا سراج الدین د فاریاب ولایت د امنیه قومندان په توګه

۹: د کندز ولایت د علماوو شورا پخوانی رئیس شیخ ثناء الله فرهمند د کندز د نظامي محکمې د رئیس په توګه او د کندز د نظامي محکمې پخوانی رئیس شیخ عبدالوارث د بلخ زون نظامي محکمه د رئیس په توګه وټاکل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا