افغانستانروستي خبرونهسیاست

وکیلان:

د درېیو سیاسي ګوندونو وروستی ایتلاف د ملي ګټو په زیان دی

د ولسي جرګې غړو په انقره کې د افغانستان د ژغورنې د شورا په نامه ددرېیو ګوندونو ایتلاف غندلی او هغه یې د ملي ګټو په زیان کار بللی دی.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، چې دغه ډول ایتلافونه تر ډېره د ملي ګټو پر ځای د شخصي ګټو پر بنسټ جوړېږي او د هېواد په زیان دي. د ولسي جرګې غړې آرین یون وویل، چې په نظام کې ناکام او فاسد چارواکي د ورته فعالیتونو په تر سره کول نه یواځې دا چې نظام ته زیان رسوي بلکې په ملت کې تفرقې اچوي او ګډوډۍ جوړوي.

د ولسي جرګې نورو غړو هم پر دغه ایتلاف نیوکه کړې ده او وايي، چې د حکومت چارواکي د حکومت پر ضد ایتلافونه جوړوي او ولسمشر باید یاد کسان له دندې ګوښه کړي. یادو وکیلانو همدا راز ټینګار وکړ، چې حکومت او ولسي جرګې دې ټول هغه حرکتونه تر څارنې لاندې ونیسي چې د ملي ګټو په زیان دي او دوی ته دې د فعالیت اجازه نه ورکوي. په انقره کې د جمیعت اسلامي، جنبش اسلامي او وحدت حزبونو ایتلاف جوړ کړی او له حکومت یې په یوه خبرپاڼه کې ځينې غوښتنې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې هر ډله کولی شي د هېواد دژغورلو لپاره خپله حللاره وړاندې کړي او ملي ګټو ته ژمن وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا