افغانستانروستي خبرونهسیاست

د ایران ولسمشر: امریکا او ناټو په افغانستان کې د کوکنارو کښت پراخوي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په وینا کې امریکا او ناټو په افغانستان کې د کوکنارو په کښت تورن کړل.

د ایران ولسمشر: امریکا او ناټو په افغانستان کې د کوکنارو کښت پراخوي

ابراهیم رییسي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵) د مخدره موادو د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور د کوکنارو د کښت د زیاتوالي لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه، «د امریکا او ناټو د دوه لسیزو حضور په ترڅ کې، مخدره مواد په افغانستان کې تولید شول او په ټوله نړۍ کې وویشل شول».
د ایران ولسمشر پر نړۍ غږ وکړ چې له نشه‎يي توکو سره په ګډه مبارزه وکړي، ځکه دا کار په یوازې سر ممکن نه دی.
که څه هم طا-لبانو د نشه يي توکو پر کښت او تولید بندیز لګولی، خو د ځینو سیمه ییزو سرچینو په وینا، په افغانستان کې اوس هم کوکنار په پراخه کچه کرل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا