اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د ملي امنیت سلاکار هلمند ته لاړ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار یکشنبه( د مرغومي ۲۸مه) د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري هلمند ولایت ته په سفر لاړ.

د ملی امنیت د شورا د دفتر راپور له مخی، ډاکټر محب به په دغه سفر کې د هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، ډایکنډي او نیمروز ولایتونو له والیانو او نظامي مسولانو سره وګوري او د دغو ولایتونود عمومي امنیتي وضعیت ارزونه به وکړي.

دغه راز به د ملي امنیت سلاکار د ۲۱۵ میوند او ۲۰۵ اتل قول اردوګانو د امنیتي راپورونو د ارزونې تر څنګ له امنیتي او دفاعي سرتېریو سره هم وګوري او د هغوی ستونزې او غوښتنې به واوري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا