اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

موږ کولی شو، د افغان سولې د بهیر ډیر ګران مسایل آسانه کړو

چین وايي د افغان سولې له پروسې سره هر ډول مرستې ته تیار دی، یوازې افغان حکومت دې ترې وغواړي چې څه ورته وکړي.

په کابل کې د چین سفیر یاوجینګ له بي بي سي، سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول مرستو ته تیار دی او کولی شي په دې برخه کې ډېر ګران مسایل آسان کړي.

د یاوجینګ په خبره، افغانستان په سیمه کې مهم جغرافیايي موقعیت لري نو دغه موقعیت ته په کتو ددغه هېواد ثبات د سیمې پرمختګ او ثبات لپاره خورا مهم دی. نوموړي زیاته کړې چې چین له افغانستان سره ژورې او تاریخي اړیکې لري او د یوه ښه ګاونډي په توګه د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د یاوجینګ په خبره، هېواد یې غواړي په ټولو سیمه ییزو پروژو کې افغانستان شریک کړي او په دې توګه د افغانستان دایمي ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

ده زیاته کړې، چې حکومت یې د سولې په برخه کې د افغان حکومت ډېری ستونزې حل کولی شي، خو لومړی باید دوی ووايي چې څه ته اړتیا لري او څه ورته کولی شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا